د هلمند ناوه کې یوشمېر بزګرانو سره د اصلاح شویو غنمو تخمونو و کیمیاوي سرو مرسته وشوه
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت د ناوې په ولسوالی کې ۱۲۰ تنو مستحقو بزګرو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو ترڅنګ کیمیاوي سرې ورکړل شوي دي.
دغه مرستې هغو بزګرو ته ترسره شوي دي، چې تر دې وړاندې ورته د سویابینو تخمونه ورکړل شوي وو.
د یادو مرستو په ترکیب کې هر کرونده ګر ته ٥٠ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ٥٠ کیلو تور او ٥٠ کیلو سپینه سره ورکړل شوي دي.
دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانانو لپاره د ډنمارک کمیټې «ډاکار» په تخنیکي همکارۍ پر یادو بزګرانو وېشل شوي دي.