فراه کې د عنابو بڼونه جوړېږي
۳ کب ۱۴۰۲ه.ش
۱۱ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د عنابو ۱۵ جریبه بڼونه جوړېږي.
د چاراکو په خبره ددغو بڼونو جوړولو په موخه پر ۱۵ بڼوالو د یوه جریب بڼ جوړولو لپاره ۲۲۲ ورکړل شوي دي. دغه بڼونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړېږي، چې له دغو مرستو برخمن شویو بڼوالو ته د عنابو بڼونو جوړولو په موخه روزنه هم ورکړل شوي دي.
ددغو بڼونو جوړول د بڼوالوملاتړ او په ټوله کې د عنابو بڼونو پراختیا او ترویج دی.