دکرنې وزارت پلاوي د لغمان والي سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۱۰:۹
دکرنې وزارت پلاوي د لغمان والي سره وکتل

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو دودولو رییس مولوی معاذالله عادل په مشرۍ پلاوي لغمان ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت له والي قاري زین العابدین عابد سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې، چې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن، د کرنې وزارت د د تدارکاتو ریاست استازی علي احمدي او د اوبولګولو د نویو لارو چارو دودلو آمر احمد خالد حفیظي هم حضور درلود¸ دکرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نویو ټکنالوژیو دودولو رییس مولوی معاذالله عادل د لغمان په ولایت کې د پنځو منظور شویو چکډمونو په هکله د لغمان والي ته معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی عادل وویل، چې دغه پنځه چکډمونه د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ددې ولایت د علینګار، علیشنګ، دولت شاه، قرغیو او بادپښ ولسوالیو دعزت خېلو،شمکټ، دره زاري،زعفران او شاګولیانو کلیو کې جوړېږي.
په همدې حال کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې یاد چکډیمونه د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ځانګړې حکم په اساس د استعجالیت له امله د واحدې سرچینې په ډول یې د دواطلبۍ او د قرارداد سپارلو پروسه پرمخ ځي.ښاغلی محسن د لغمان والي څخه د واحدې منبع داوطلبۍ پروسې لپاره د یو کمیټې د ټاکلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد یاد پلاوي ته د چکډیمونو د پروژې دتطبیق په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ او د داوطلبۍ پروسې لپاره یې د ولایت مقام، مستوفیت او کرنې ریاستونو څخه استازي وټاکل ترڅو  د داوطلبۍ پروسه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت