ننګرهار کې د چرګانو روزنې سکټور د پیاوړتیا په پار د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۹:۵۶
سسس

د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د یو ورځنیو چرګوړو د تولید زیاتوالی، د چرګانو روزنې د سکټور پیاوړتیا او ددې سکټور پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو د حلولو په موخه د ننګرهار ولایت د چرګانو روزنې فارم لرونکو، د چرګانو روزنې ټولنې او د دانو تولیدوونکو فابریکو له چارواکو سره د همغږۍ غونډه دائره کړه.
په دې غونډه کې د چرګانو د دانو تولیدوونکو په استازیتوب حاجي ګل مراد عرب د چرګانو روزنې سکټور ته د ښې پاملرنې په پار دکرنې وزارت او د ننګرهار دکرنې ریاست هلې ځلې وستایلې او په ننګرهار کې د چرګانو روزنې په سکتور کې د ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په تړاو یې معلومات وړاندې کړل.
عرب په ننګرهار کې د چرګانو سکتور پیاوړتیا او د یو ورځنیو چرګوړو تولید په موخه دځمکو سربېره د خامو موادو، برېښنا، درملو،  واکسینونو او نورو برخو کې د ستونزو یادونه وکړه.
ګلمراد عرب وویل که دوی ته د پانګونې زمینه برابره شي د یورځنیو چرګوړو تولید به ډېر کړي. 
په همدې حال کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني پانګوالو ته د چرګانو روزنې سکتور پیاوړتیا او ستونزو حل ژمنه وکړه.
ښاغلي عثماني وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د ځان بسېایني په موخه په تولو برخو کې کار کوي.
ښآغلی عثمامي وویل، چې د کرنې وزارت ددې سکتور د پیاوړتیا لپاره د دوه کیلو څخه د زیات وزن لرونکو چرګانو واردات او یخچالې غوښي بندکړل، ګمرکې تعرفي لوړې شوې، او په کور دننه د پانګونې لپاره اسانتیاوي برابرې شوي دي.
دکرنې او مالداۍ مرستیال  پانګوالو څخه وغوښتل، ترڅو  د یو ورځنیو چرګوړو د تولید زیات او بریډر فارمونو جوړولو کې پانګونه وکړي، ترڅو د ورځنیو چرګوړو په برخه کې هم پر ځان بسیا شو.
په همدې حال کې، د پانګوالو له لورې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ته پدې برخه کې دپانګونې او پیاوړتیا ژمنې وشوې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت