د خوست دکرنې رییس ددې ولایت د ولسوالیو دعشر او زکات مدیرانو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ - ۱۲:۱۸
د خوست دکرنې رییس ددې ولایت د ولسوالیو دعشر او زکات مدیرانو سره وکتل

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري ددې ولایت د ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
په دې کتنه کې د خوست دکرنې ریاست د عشر او زکات آمر ددې آمریت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور د خوست دکرنې رییس ته وړاندې او په دې برخه کې شته ستونزې او ننګونې یې ورسره شریکې کړې.
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد زمان عمري په خپلو خبرو کې وویل، چې هر مدیر باید د عشر او زکات د کړنلارې مطابق او د ا.ا اصولو په رڼا کې خپله دنده ترسره کړي، خپل ټول ورځیني کارونه د پلان مطابق ترسره. ښاغلي عمري د خلکو سره په نرمې او خوږو خبرو کولو ټینګار وکړ او د غونډې ګډونولو ته د هرراز همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت