هلمند کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کرل شویو کښتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۰:۵۴
هلمند کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو له کرل شویو کښتونو څخه څارنه وشوه

٩ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
١٧ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق 
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍریاست لخوا، د اصلاح شویو تخمونو تصدیق ورکولو  امریت د مسلکي مامورینو له لوري د بست اصلاح شویو تخمونو تولید شرکت له بنیادي او مورنيو کرل شویو کروندو څخه څارنه وشوه. 
دغه څارنه د ناوې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې له شاوخوا ١١٧٤ جریبه کښتونو څخه ترسره شوه، چې د  ښه تخم لاسته راوړلو لپاره یې بزګرانو ته لازمې لارښوونې وشوې.
دغه راز یاد پلاوی د اصلاح شویو تخمونو دولتي شرکت د غنمو له ٣٠٠ جریبه کروندو څخه هم لیدنه وکړه.
یاد شرکت هلمند کې د غنمو اصلاح شویو تخمونو ٣٠٠٠ جریبه ځمکه کې کرنه ترسره کړې ده چې د پلان له مخې د ټولو کرل شویو کروندو د څارنې او ارزونې چارې یې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه چمتو او په دې برخه کې د دوی ستونزې هوارې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت