اروزګان کې د اوبو مدیریت په پار د چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۰:۲۴
اروزګان کې د اوبو مدیریت په پار د چکډمونو رغنیزې چارې پیل شوې

۴ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د اروزګان ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا، د خاورې د تخریب او د رسوبي موادو او اوبو د مدیریت په موخه اووه چکډمونه جوړېږي، چې له دې ډلې ددې ولایت د چنارتو په ولسوالی کې د یو چکډم د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اروزګان والي مولوی محمد علي جان احمد، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، یوشمېر سیمه ییزو چارواکو او د سیمو اوسیدونکو ګډون درلود.
د اروزګان والي مولوی محمد علي جان احمد امنیت د لوی خدای (ج) ستر نعمت یاد کړ او د یادو پروژو پر ارزښت یې خبرې وکړې: «د خوښۍ ځای دی، چې هېواد مو دامهال د نړۍ په کچه یو امن هېواد دی او د رغونې چارې په کې تر بل هر وخت په ښه ډول ترسره کېږي. په دې ولایت کې جوړېدونکي چکډمونه به د بزګرانو او مالدارانو په ژوند کې د مثبت بدلون لامل شي.»
د اروزګان والي دغه راز وویل، چې ددغو چکډمونو رغنیزې چارې به د ۶۰ ورځو په لړ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
په دې غونډه کې د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې د اروزګان په مرکز او شپږو ولسوالیو کې د جوړېدونکو اوو چکډمونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۸ میلیونه افغانیو ته رسېږي، چې د اسلامي امارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي.
په همدې حال کې د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالی هغه اوسیدونکي چې له یاد چکډم څخه برخمن کېږي، اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې یاد چکډم به د دوی په کرنه او مالدارۍ خورا مثبتې اغېرې ولري او د دوی ستونزې به ورسره حل شي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د اروزګان ولایت لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت