د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او زده کړې نړیوالۍ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د تغذیې او زده کړې نړیوالۍ مؤسسې له چارواکو سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د تغذيې او زده کړې نړیوالې مؤسسې له يو شمېر مسوولينو سره وکتل او خبرې يې وکړې.
په دې کتنه کې مولوی صدراعظم عثماني د سويابينو پر دودولو ټينګار وکړ او ويې ويل: «سويابين په هېواد کې د کوکنارو د کرکيلې يو له بديلو بوټو څخه دى، چې بايد زيات دود او ډېر کروندګر يې په کرنه بوخت شي، ترحو ښه عاید ترلاسه کړئ.»
د تغذیې او زده کړې نړیواله مؤسسیه د سویابینو د ترویج او کښت په برخه کې کار کوي، چې سږ کال یې په ننګرهار، هرات، لغمان، کونړ، بلخ او لوګر ولایتونو کې پر یو شمېر بزګرانو د سویابینو تخمونه وېشلي دي.
د دې پروګرام د پلي کولو اصلي موخه په افغانستان کې د خوارځواکۍ له منځه وړل دي، په ځانګړې توګه د تنکيو ماشومانو، ميندو او پاخه عمر لرونکو خلکو تر منځ، تر څو دوی وکولای شي د خوړو ښه او ارزانه بديل ومومي.


معین زراعت و مالداری با مسوولان موسسه بین المللی تغذیه و تحصیل دیدار کرد

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با شماری از مسوولان موسسه بین المللی تغذیه و تحصیل دیدار و گفتگو نمود.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار بر ترویج بیشتر سویابین تاکید کرده گفت:« سویابین یکی از نباتات بدیل کشت کوکنار در کشور است که باید بیشتر ترویج شود و دهقانان بیشتری مشغول کشت و پرورش آن گردند تا عاید خوبی بدست بیاورند».
موسسه بین المللی تغذیه و تحصیل در بخش ترویج و کشت سویابین کار می‌کند که امسال برای شماری از دهاقین تخم سویابین را در ولایت های ننگرهار، هرات، لغمان، کنر، بلخ و لوگر توزیع نموده است.
هدف اصلی از تطبیق این برنامه رفع سوءتغذیه در افغانستان به ویژه در میان اطفال خردسال، مادران و افراد مسن است تا بتوانند یک جایگزین غذایی خوب و ارزان پیدا کنند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت