اروزګان کې د نویو پروژو پلي کولو په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۵۹
اروزګان کې د نویو پروژو پلي کولو په پار غونډه دائره شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست مولوی فاروقي د افغانستان د بیاودانولو مؤسسې له چارواکو سره په کتنه کې د نویو پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې.
په دې کتنه کې د اروزګان دکرنې سرپرست مولوی فاروقي د اروزګان په ولایت کې د یادې مؤسسې کړنې او فعالیتونه وستایل او د نویو پروژو د پلي کولو په موخه یې اړوندو چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې حال کې د افغانستان د بیا ودانولو مؤسسې چارواکو وویل، چې ددې مؤسسې په همکارۍ به په دې ولایت کې ۱۴ ګبیوني چکډمونه، ۱۳ ګودرونه او یوشمېر ترنچونه ورغول شي.
ټاکل شوې د دغو چکډمونو، ګودرونو او ترنچونو رغنیزې چارې په ډېر ژر پیل او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
د يادو چکډمونو د رغنیزو چارو په پيل سره د اروزګان ولایت لسګونو اوسېدونکو ته د لنډې مودې لپاره د کار زمينه هم برابرېږي.
باید وویل شي، چې یاده مؤسسه تر دې وړاندې هم ددې ولایت له کروندګرو سره د غنمو د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او د کورنیو باغچو جوړولو په برخه کې مرستې او همکارۍ کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت