ننګرهار کې د املاکي موضوعاتو حل په موخه ناسته ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۹:۲۹
ننګرهار کې د املاکي موضوعاتو حل په موخه ناسته ترسره شوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد سره د کرنې وزارت څخه راغلي پلاوي په ننګرهار کې د املاکې موضوعاتو د حل اود دولتي او شخصي ځمکو تفکیک په موخه ناسته ترسره کړه.
 د ځمکو د شخړو د خوندیتوب رییس مولوي محمد حنیف هارون وویل په ننګرهار کې د کوزکونړ ولسوالۍ د کچړي سیمي او نورو موضوعاتو د حل په موخه د کرنې وزارت څخه یو پلاوي د ځمکي تفکیک او ستونزو حل په موخه راغلي ده.
مولوي هارون زیاته کړه د یادې سیمي خلک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته عارض شوې وه؛ چې یاده سیمه د دوی پلارنۍ ځمکه ده او اوس یې امارت په اجاره ورکوي نو د دوی د ځمکي بررسي دي وشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد راغلي پلاوي څخه د ځمکي د هراړخیزي څیړنې غوښتنه وکړه اود هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت