کندهار کې زرګونه مالداران او فارم لرونکي وروزل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۲:۷
کندهار کې زرګونه مالداران او فارم لرونکي وروزل شول

۲۱ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان پرمختیایي مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د شاه ولیکوټ، ژړۍ او ډنډ ولسوالیو کې درې زره او ۵۲۶ مالداران، فارم لرونکي او کوچیان په بېلابېلو برخو کې روزلي دي.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت چارواکي وایي، چې یاد مالداران، فارم لرونکي او کوچیان د څارویو د ناروغیو نښو، وقایې، درملنې، د داخلي پرازیتونو مخنیوي لارې چارې، د حیواني محصولاتو زیاتوالی او د لبنیاتو په برخه کې روزنه ورکړل شوي دي.
ددغو روزنیزو پروګرامونو موخه د مالدارانو، فارم لرونکو او کوچیانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو په پلي کولو سره ددې ولایت د مالدارانو د پوهې کچه لوړه او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت