د لغمان علیشنګ کې دځنګل ساتنې ټولنو سره د ځنګلونو ساتنې په موخه ناسته وشوه
۲۱ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۲۹ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو د چارواکو لخوا دعلیشنګ ولسوالی دغازي آباد، اندرو،دوبرجه او پړاهین سیمو د ځنګل ساتنې ټولنو سره د ځنګلونو د غیرقانوني وهنې مخنیوی او ساتنې په پار ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یادو ټولنو چارواکو ته د ځنګلونو د خوندیتوب او ساتنې په پار د عامه پوهاوی ترڅنګ دوی ته ددې ملي پانګې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
په همدې حال کې یادو مشرانو هم ځنګلونو ساتنه یو ملي وجیبه وګڼله او اړوندو چارواکو ته یې ډاډ ورکړل، چې دوی به د خپلو سیمو د ځنګلونو ساتنه کوي.