خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې په پار د جلغوزیو قوریې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۰:۶
خوست کې د ځنګلونو د بیارغونې په پار د جلغوزیو قوریې جوړېږي

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دخوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکار ددې ولايت د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې او بيا رغونې په موخه دیاد ولایت د موسي خېلو په ولسوالی کې د جلغوزیو قوریو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددغو قوریو د جوړولو په پار ددې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یاد ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې د سیمې خلکو او بزګرانو سره په لیدنه کې د قوریو جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او د یادې پروژې چارې یې پیل کړې.
ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته دکار زمینه برابرول او په ټوله کې ددې ولایت د ځنګلونو ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت