د کرنې وزارت د لیدلوري، ماموریت او موخو بشپړولو په پار غونډه دائره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۸:۴۶
د کرنې وزارت د لیدلوري، ماموریت او موخو بشپړولو په پار غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لیدلوري، ماموریت، موخو او بنسټیزو دندو د نهايي کولو په موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر رییسانو او سلاکارانو په حضور کې غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني په مشرۍ د پلان او پالیسۍ، ځمکو، طبیعي سرچینو، مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاستونو د مسوولینو او د کرنې وزارت د مقام او د کرنې او مالدارۍ او دغه راز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیتونو د سلاکارانو په حضور کې دائره شوې وه.
په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژۍ د ترتیبولو لپاره د کرنې وزارت د لیدلوری، ماموریت، موخو او بنسټیزو دندو د تنظیمولو د څرنګوالي په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې د غونډې ګډونوالو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته د یو رښتیني او عملي لید لوري چمتو کولو په موخه خپل نظریات شریک کړل.

جلسه نهایی سازی دیدگاه، ماموریت و اهداف وزارت زراعت برگزار شد 

جلسه‌ای با حضور شماری از روئسا و مشاورین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نهایی سازی دیدگاه، ماموریت، اهداف و وظایف اساسی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه به سرپرستی عزیزالرحمن رحمانی مشاور مالی مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسوولان ریاست پلان و پالیسی، اراضی، منابع طبیعی،  مالداری و صحت حیوانی و مشاورین مقام وزارت زراعت و معینیت‌های زراعت و مالداری و آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت برگزار شده بود.
در این جلسه پیرامون چگونگی ترتیب دیدگاه، ماموریت، اهداف و وظایف اساسی وزارت زراعت جهت ترتیب استراتیژی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت که حاضرین جلسه نظریات خویش را جهت انتخاب دیدگاه واقع بینانه و عملی به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت