د ننګرهار کانال شرکت ۵۰ کیلومتره زابرونه پاکېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۳۳

د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت  په درېيم فارم کې د نږدې ۳۰ کیلومتره په اوږدوالی د زابرونو پاکارۍ چارې پیل شوي دي، چې له څو کلونو راهیسې همداسې ناپاکه پاتې وه.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم په داسې حال کې، چې دیاد شرکت یوشمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله د زابرونو د پاک کارۍ چارو څخه د لیدنې پرمهال وویل: «سږکال به دکانال شرکت اړوند ۵۰ کیلومتره زابرونه پاک شي، چې موخه یې کانال شرکت خپل پخواني برم ته ګرځول دي.»
ښاغلی کظیم دغه راز وویل: «د کانال لویې ویالې څخه زرګونه جریبه ځمکه خړوبېږي، خو یوشمېر خلک شته چې غواړي ددې اوبه مسیر بدل کړي، موږ یې پلټنه کوو او له یادو کسانو سره په سخت قانوني چلند ووشي، ځکه دا ډول کړنې د کانال شرکت سترې پروژې ته زیان رسوي.»
باید وویل شي، چې د ننګرهارکانال شرکت په ټولټال ۵۲۰ کیلومتره اوږدوالي زابرونه شته دي، چې له ډلې يې یوازې ۶۳ کیلومتره په اندازه زابرونه په درېيم فارم کې شتون لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت