لغمان کې سلګونو څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۱۲:۴۱
لغمان کې سلګونو څارویو ته د واکسینونو پلي کولو چارې پیل شوې

١٨ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٦جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې ددې ولایت په مرکز او  ولسوالیو کې وړو شخوند وهونکو څارویو ته د لیونتوب او انترکس  واکسینونونو د تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ الحاج مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د هالینډ کمیټې له لورې ١٣١ زره او ١٠٠ ډوزه واکسینونه وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي. 
د لغمان دکرنې رییس وویل، چې یادو واکسینونو کې به  ٣٧ زره او ١٠٠ دوزه د څارویو د څارویو د یوناڅپي مړینې(ټک) او ٩٤زره د څارویو دلیونتوب ناروغۍ واکسینونه پلي شي.
دغه راز یادو واکسینونه په وړو څارویو کې د ناروغیو مخنیوی او د څارویو لرونکو اقتصادي ستونزو د حل په موخه ترسره کېږي.
دغه راز ددې ترڅنګ ٥٣ زره ډوزه د څارویو د داخلي چنجیو درمل هم پر مالدارانو وېشل کېږي
وړاندې تردې هم د هالینډ کمیټې له لورې دلغمان په بېلابېلو ولسوالیو کې زرګونه څارویو ته د  لېونتوب واکسینونه تطبیق کړي؛ او په راتلوونکي کې به هم یاد واکسینونه تطبیق شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت