د هلمند سنګین کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۴۶
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ ٥٠  تنو کرونده ګرو ته له شنو خونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.

دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سنګین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا، د بشري خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ ٥٠  تنو کرونده ګرو ته له شنو خونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
په دې روزنیز پروګرام کې په شنو خونو کې د موسمي نباتاتو د کرنې او روزنې په اړه بزګرو ته پوهاوی ورکړل شو ترڅو په کم لګښت زیات او پر وخت حاصلات لاسته راوړي.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوې وه، چې  په دې وروستیو کې ورته پخپلو ځمکو کې شنې خونې جوړې شوي او تر څنګ یې د اړتیا وړ تخمونه او کرنیز توکي ترلاسه کړي دي.
د هلمند د کرنې اداره په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو اصلاح او پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو برنامو له لارې د بزګرو لاسنیوی کوي ترڅو هغوۍ وهڅېږي، چې د مشروع کرکېلي له لارې خپل اقتصاد پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت