د لغمان مرکز مهترلام کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۱:۴۱
د لغمان مرکز مهترلام کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې«یو،ان،ډي،پي» په مالي او د سولې بنسټ په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز مهترلام اړوند ده ملخ کلي کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لغمان د ولایت د مقام، دکرنې ریاست، د اقتصاد ریاست او ښارجوړنې ریاست د استازو ترڅنګ  د سیمې قومي مشرانو او بزګرانو ګډون کړي ؤ.
په دې غونډه کې د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست استازی وویل، چې د لغمان مرکز مهترلام ده ملخ کلي کې د اوبولګولو ددې پروژې ټولیز لګښت ۷۱ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، چې په دې پروژه کې د ۱۱۳۵ متره په اوږدوالي کانال او ۵۶ د اوبو دکنټرول دروازې جوړول  شامل دي.
دچارواکو په خبره ددې پروژې په بشپړېدو سره ۴۰۰جریبه کرنیزه  ځمکه خړوبه او ۳۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
 ددې کانال په رغنیزو چارو کې ۳۵ تنو ته د کار زمینه برابره شوې وه؛ چی د ۷۸ کاري ورځو په موده کې یې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژې له مسولینو څخه مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت