د ننګرهارکانال شرکت د درېيم فارم د سړک د جغل اچونې چارې پېل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۴:۵۱
د ننګرهارکانال شرکت د درېيم فارم د سړک د جغل اچونې چارې پېل شوې

١۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند ددرېیم فارم د دوه کیلومترو په اوږدوالی د سړک د جغل اچونې چارې پیل شوي دي.
دغه سړک د درېيم فارم ۳ بلاک (۱۵ او۱۶) نمره ځمکې ترمنځ غځېدلي دی.
د چارواکو په خبره دغه سړک د درې کرنیزو شرکتونو له لورې په کابو دوه میلیونه افغانیو لګښت جوړېږي، چې د یاد فارم ټول بلاکونه د عمومي سړک سره نښلوي او په جوړېدو سره به ترانسپورتي ستونزې هواري شي او په اسانۍ سره به پرې تګ راتګ ترسره شي.  
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې یاد سړک د تېرو کلونو انقلابي او ناسازه شرایطو، نه پاملرنې او ورښتونو له امله ویجاړ شوی و او د کانال کارګرو او کرنيزو شرکتونو ته یې د تګ او راتګ پرمهال ستونزې جوړې کړې وې ، چې اوس يې د بيارغونې، جغل اچونې او هموارکارۍ چارې پيل شوې .
 د کار په بشپړیدو سره به پر یاد سړک دخلکو دتګ راتګ ستونزه حل شي او ترڅنګ یې د کانال شرکت شته ځمکې به ورسره خپل ارزښت لا لوړ کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت