لغمان کې ۸۵۸۹ جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۴:۴۰
لغمان کې ۸۵۸۹ جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوي

١۳ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۱جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان والي الحاج قاري ذین العابدین عابد سره وکتل.
ددې کتنې په ترڅ کې د لغمان د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان والي ته د خپلو لاسته راوړنو او پرمختګونو راپور وړاندې او ترڅنګ یې خپلې ستونزې هم له والي سره شریکې کړې.
د لغمان د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې رييس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې دوی تر دې دمه ۸۵۸۹ جریبه امارتي ځمکه له غاصیبینو راګرځولي ده، په ۵۷ غونډو کې یې د ځمکو د ښه تشخیص او تثبیت په موخه د سیمو اوسیدونکو ستونزې او غوښتنې مخامخ اوریدلي دي.
یاد پلاوي دغه راز وویل دوی ژمندي، چې د امارتي ځمکو بېرته راګرځولو کې کوټلي ګامونه وچت کړي، څو ټوله امارتي ځمکې د غاصیبینو له منګولو خلاص کړي.
په همدې حال کې د لغمان والي الحاج قاري ذین العابدین د لغمان د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې او لاسته راوړنې وستایل او له دوی څخه یې مننه کړه، چې ورسپارل شوې دندې او مسولیتونه یې په ښه ډول ترسره کړي دي.
دغه راز د لغمان والي دوی ته سپارښتنه وکړه، چې د نورو امارتي ځمکو په راګرځولو کې خپلي هلې ځلې لا ګړندۍ او دولایتي اداري په استازیتوب یې ورته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت