د کونړ نورګل کې یوشمېر اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۱:۵۰
شششش

١١ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٩جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان د راتلونکو نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نورګل ولسوالی پر ١٥٠ اړمنو کورنیو نغدې مرستې وېشلي دي.
ددغو مرستو په وېش غونډه کې د کونړ دکرنې رییس مولوی شیرآقا پیر حبیب الرحمن وویل، چې ددې مرستې په لړ کې هرې کورنۍ ته ٧١٦٣ افغانۍ ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله او اړمنو کورنیو ملاتړ او په ټوله کې د یادو کورنیو د خوړو خوندیتوب ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور تولیدوونکو او متشبثینو لپاره ځانګړی فرصت!

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکتور د پراختیا ریاست تاسو ته بلنه درکوي، چې د کابل په بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په پنځه دېرشم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

بازگشت