د کونړ والي؛ دکرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې همکارۍ اړین دی  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۰:۴۶
د کونړ والي؛ دکرنې او مالدارۍ سکټور په برخه کې همکارۍ اړین دی  

٤ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
١٢جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله حمزه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مشر  ریچارډ ټرینچر سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ پر پراختیا خبرې وکړې.
د کونړ والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه د خوړو او کرنې ادارې له مرستو څخه د مننې ترڅنګ د کانالونو جوړېدو، د ځنګلونو حفاظت په پار د ځنګلي سیمو د خلکو سره د مرستو، حیواني خوراکې، اصلاح شویو تخمونو کېمیاوي سرو او خلکو ته لنډ مهاله کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې د همکاریو پراختیا غوښتنه وکړه. 
دغه راز د کونړ والي راستانه شویو کورنیو او ځایي خلکو سره د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې یادې کړې او د اوږد مهاله پروژو په تطبیق یې ټینګار وکړ. 
د کونړ والي وویل د ډاډ من امن په ټینګښت سره اوس دلته د مرستندویانو بشري فعالیتونو ترسراوي لپاره ښه زمینه برابره شوې او د لاښه والي لپاره به یې هلې ځلې روانې دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مشر ریچارډ ټرینچر د یادې ادارې د فعالیتونو او پلانونو په تړاو د معلوماتو شریکولو ترڅنګ  د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګټورو پروژو د تطبیق ډاډ وښود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت