دکرنې وزارت: تېل او ګازو شرکت ته د دوه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۳:۴
دکرنې وزارت: تېل او ګازو شرکت ته د دوه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ۶۳ ګنې فرمان له مخې د ځمکو چارو عمومي ریاست لخوا د افغانستان د تېل او ګازو شرکت ته د دوه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه  کې، چې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د جیودیزي او کدستر په عمومي ریاست کې جوړه شوه، مولوی سعید الرحمن مظهري د ځمکو چارو ادارې د جیودیزي او کدستر عمومي ریيس او د یاد ریاست کفيل، د ځمکو د انتقال او وېش ریيس مولوي سید محمد سعید او د افغانستان د تېل او ګازو شرکت یو شمیر چارواکو ګډون درلود. 
د دغه ټړون لاسلیک د عالیقدر المومنین حفظه الله د ۵/۱/۱۴۴۵ نیټې د ( ۶۳ ) ګنې فرمان له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست کفيل مولوي سعيد الرحمن مظهري، د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سيد محمد سعید او د افغانستان د تېل او ګازو شرکت د مسؤولينو ترمنځ د تخار ولايت په فرخار ولسوالۍی کې د ياد شرکت د ګازو د تاسيساتو د جوړولو لپاره د دوه جریبه ځمکې د انتقال په موخه ترسره شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت