لوګر کې د عامه بڼ د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۴۸
لوګر کې د عامه بڼ د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شوې

۳۰ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی دهنو سیمه کې د ۳ میلیونه ۳ سوه زره افغانیو په ارزښت د عامه بڼ د احاطې دېوال رغنیزې چارې پیل شوي دي.
د یاد دېوال د رغنیزو چارو په پیل غونډه کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي، دمحمدآغې ولسوالۍی امنیه قومندان، دبشري قواو د پراختیا ادارې مسؤولینو او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود. 
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي وویل، چې یاده پروژه د خوړو نړیوال پروګرام «ډبلیو، اف،پي» په مالي او د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست تر څار لاندې د بشري قواو دپراختیا ادارې په تخنیکي همکارۍ پلي کېږي.
د بشري ځواک د پراختیا ادارې ولایتي مسوول انجنیر عصمت الله اتل وویل، چې دغه دېوال ۱۰۲۰ متره اوږدوالی لري، چې رغنیزې چارې به یې د ۳ میاشتو په موده کې پای ته ورسېږي، چې موخه یې د یاد بڼ خوندیتوب او په ټوله کې بې وزله خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت