د ننګرهار کانال شرکت اړوند د دوه کیلومتره سړک جوړولو چارې پیل شوي
۱۶ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۳ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د څه باندې دوه کیلومتره سړک جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي، چې په نږدې راتلونکې کې به یې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
یاد سړک د ننګرهار لایت د بټي کوټ ولسوالی د کانال شرکت په درېیم فارم کې موقعیت لري، چې په پاخه او اساسي ډول رغول کېږي.