لغمان کې د سړوخونو بیارغونې چارې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۵۸
لغمان کې د سړوخونو بیارغونې چارې پیل شوې

۱۶ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چاراکي وایي، چې بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار په دې ولایت کې د درو سړوخونو د بیارغونې چارې پیل شوي دي.
د دغو سړوخونو د بیارغونې د چارو په پیل غونډه کې د لغمان والي قاري ذین العابدین عابد، دکرنې رییس الحاج مولوي محمد ولي محسن او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو کډون درلود.
په دې غونډه کې د لغمان والي الحاج قاري ذین العابدین عابد په خپلو خبرو کې وویل: «له نېکه مرغه ورځ تر بلې لغمان ولایت کې د پراختیایي پروژو د پیل خبر لرو. اوسنۍ امنیت د ټولو افغانانو لپاره یو غوره نعمت دی او ددي نعمت د شکر ایستنې او ساتنې لپاره باید هلې ځلې وکړو.»
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددغو سړوخونو د بیارغولو ټولیز لګښت ۳۵ میلیونه او ۹۶۸ زره افغانۍ ده، چې د وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.
ښاغلی محسن وویل، چې لغمان یو کرنیز ولایت دی او ډېری کروندګر یې د سبو او مېوو کرکیله کوي، چې یاد محصولات له رفع حاصل وروسته باید ژر مصرف شي، چې د سړوخونو نشتوالي له وجې ددغو کرنیزو توکو ډېری برخه یا خوڅاکېدل او یا هم په ټیټه بیه پلورکېږي، په همدې موخه دا سړې خونې رغول کېږي، چې د بزګرانو محصولات په کې خوندي او له یوې خوا بزګرانو عوایدو زیاتوالي ته زمینه برابره شي او له بلخې خوا هېوادوال هم په هر موسم کې تازه سبو او مېوو ته په مناسبه بیه لاس رسی ولري.
د لغمان دکرنې رییس زیاته کړه: «درې بابه سړې خونې د لغمان اړتیا نه شي پوره کولای، موږ د سړو خونو د ایجاد په برخه کې لا دوامداره هڅې کوو، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د ضیاع مخنیوی وشي او خلکو ته په هر وخت کې په مناسبه بیه کرنیز محصولات عرضه شي.»

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت