لوګر کې د سوداګریزو بڼونو او شنو خونو جوړولو چاری پیل شوې 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۰:۵۶
لوګر کې د سوداګریزو بڼونو او شنو خونو جوړولو چاری پیل شوې 

۱۶ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوری د لوګر مرکز پُل علم په ګډون څرخ او خروار ولسوالیو کې د څه باندې دوه میلیون افغانیو په ارزښت لس جریبه سوداګریز بڼونه او پنځه بابه شنې خونې جوړېږي. 
د یادو پروژه د پرانستې په تړاو جوړه شوې غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي سر بېره د سرحدونو او قبایلو چارو رییس یو شمېر نورو مسؤولینو د سیمې دیني علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. 
د چارواکو په خبره د دغو پروژو مالي لګښت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له بودیجیې ورکول کېږي، چې چارې به یې د دوه نیمو میاشتو موده کې خلاص او ګټ اخیستنې ته به وسپارل شي.
ددغو پروژو پلي کولو موخه دکرنې سکټور پراختیا او خلکو ته دکارزمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت