د کابل موسهي کې د څارویو د چنجیو ضد خزاني کمپاين پیل شو
۱۵ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۲۲ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې پراختیا صندوق په مالي او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د موسهي ولسوالی د څارویو خوندیتوب په پار د څارویو د چنجیو ضد خزاني کمپاين پیل کړي دی، چې په ترڅ کې یې سلګونه ډوزه د چنجیو ضد در مل پر مالدارانو وېشل کېږي.
ددې کمپاين موخه د مالدارانو ملاتړ، د څارویو خوندیتوب او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.