د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د حیواني محصولاتو پېر-پلور په برخه کې کسان وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۴:۵۸
د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار هڅې؛ د حیواني محصولاتو پېر-پلور په برخه کې کسان وروزل شول

۱۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمیټي په تخنيکي همکارۍ او داروپايي ټولني په مالي ملاتړ د کابل، ننګرهار، بامیان، غزني او لغمان ولایتونو ۱۵ تنو ته دحیواني محصولاتو د پېر-پلور مرکزونو جوړولو په برخه کې وروزل شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا امر داکتر محمد ضمیر بهسودي د ورکشاپ په پیل کې راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ یاد ورکشاپ اړین وباله او د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او افغانانو ته یې د کار زمیني برابرولو یو فرصت یاد کړ.
بهسودې د هالنډ کمیټي له مسولینو د درملو، واکسینونو، چینجیو ضد درملو، لبنیاتو تولید او پروسیس کارخونو جوړولو او ګڼو نورو برخو کې د ننګرهار مالدارانو ته دچوپړتیاوو وړاندې کولو غوښتني وکړي.
دغه راز په یاد ورکشاپ کې به هټیوالو ته د حیوانې محصولاتو د پېر او پلور تجارت،  راجستر کتاب، د وړیو پروسیس، د لبني محصولاتو،  کشمیري وړیو پروسیس او دوکاندارانو ته د حفظ الصحي د مراعت کولو په برخه کې روزنه ورکړل شو.
د ورکشاپ په پای کې یادو هټیوالو ته دکار وبار د پیل ، ملاتړ او لومړنۍ پانګې اچونې  په موخه  د ۵۰۰ دالرو معادل افغانۍ نغدي او همدارنګه برقي تله،  لوحه، ماسک، دستکشې او د راجستر کتابونه  هم ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت