د ننګرهار کانال شرکت کې د مالټې حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۲:۵۷
د ننګرهار کانال شرکت کې د مالټې حاصلات ۵۰ سلنه زیات شوي

۱۵ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق  
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې سږ کال ددې ولایت د مالټو حاصلات تېر کال ته په کتو ل۵۰ سلنه زیات شوي دي.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وایي، چې د ننګرهار کانال شرکت به زرګونه جریبه ځمکه د مالټې بڼونه شتون لري، چې سږ کال یې د حاصلاتو کچه د پام وړ زیات شوي دي. ښاغلی کظیم ددې ولایت د مالټو د ډېرښت لاملونه د نوي بڼونو حاصل ته رسېدل یاده وي.
مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال شرکت د مالټې سږني حاصلات به څه درې ټنو ته ورسیږي، دا په داسې حال کې ده، چې تېرکال ددغه ولایت د مالټو حاصلات دوه زره  مټریک ټنه ښودل شوې وه.
د ننګر په ولایت کې د مالټو ډېر بڼونه شته او خلک په خپلو کورونو او کروندو کې د مالټې ونې اېښي دي او يا دمالټې بڼونه یې جوړ کړي دي، خو په تېرو څو کلونو کې د کرنې وزارت له خوا په دې ولایت کې د مالټو یوشمېر معیاري او سوداګریز بڼونه هم جوړ شوي دي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو بڼونو لپاره مناسبه هوا لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت