اروزګان ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۹:۱۵
اروزګان ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي اروزګان ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د کرنې سرپرست رییس مولوي عبدالمنان فاروقي سره وکتل .
یاد پلاوی چې په ترکیب کې یې د کرنې وزارت د پلان رياست او د بڼوالۍ د پراختیا رياست استازي شامل دي اروزګان ولایت ته د خپل سفر په اړه د اروزګان د کرنې سرپرست رییس سره معلومات شریک کړل.
یاد پلاوي وویل: «څرنګه چې اروزګان کې د کرنې وزارت په همکارۍ یو شمېر مؤسسات بزګرو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې وېش لړۍ په پام کې لري، غواړو د یادې پروسې څخه څارنه او ارزونه وکړو او بیا یې په اړه عالي مقاماتو ته راپور وړاندې کړو.»
 په همدې حال کې د اروزګان د کرنې سرپرست رییس مولوي عبدالمنان فاروقي راغلي پلاوي ته هر کلۍ ووایه او زیاته یې کړه: «دا چې اروزګان کې د زرګونو بزګرو لپاره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ عملآ پیل شوې ده نو هڅه باید وشي تر څو د پلان مطابق د ټول ولایت په کچه یاد تخمونه او کیمیاوي سرې پر وخت بزګرو ته ورسول شي.»
هغه همدارنګه د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو پر کیفیت او کمیت د لا زیات نظارت او ارزونې ټینګار وکړ ترڅو بزګران د ښو تخمونو څخه لوړ حاصلات ترلاسه کړي.
دکرنې وزارت پلاوي دغه راز د یو شمېر مؤسساتو له مسؤلینو سره هم ناسته وکړه او په سیمه کې یې د عملي نظارت او ارزونې په موخه لازمې پرېکړې وکړې

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت