ننګرهار کې  پر ۶۰ جریبه ځمکه د بېرو ځنکلونه جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۸ - ۹:۲۰

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د شین زر شرکت په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په مالې لګښت په ثمرخېلو او ګردي کڅ کې د بېرو ځنګلونه جوړېږي.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، شین زر شرکت په ننګرهار کې پر ۶۰ جریبه ځمکه  ۲۰ زره د بېرو نیالګیو کینولو لپاره دتراسونو جوړولو چاري پیل کړي.
د ننګرهار دکرنې رییس په خبره د بېرو نیالګیو پالنه او روزنه تر یوي ټاکلي مودې دشین زر شرکت او ورورسته د ولسي خلکو لورې ترسره کېږي.
د ننګرهار کرنې ریاست هڅه کوي په غونډیو او  دښتو کې د دبېرو ځنګلونه جوړ کړي؛  ترڅو د خاوري د تخریب مخنیوی وشي،  د ځمکي لاندې اوبه تقویه شي، دنړیوال ګرمایښت د منفي تاثیراتو مخنیوی وشي،  د هوا د تصفیې ترڅنګ به د شاتو مچیو روزونکو ستونزي تر یو بریده  حل شي.
وړاندې تردې هم د ننګرهار د کرنې ریاست پر اتیا هکتاره ځمکه د بېرو ځنګلونه جوړ کړي  .
بېرې ونو د کر له برکته به د شاتو مچیو روزلو ته لا زیات پام وشي او ورسره به د مچیو روزونکو ستونزې به ترډېره بریده ختمې شي.
 د بېرې ونې شهد ( عسل ) په نړۍ کې زیات شهرت او مینه وال لري .
د بېرې میوه صحي او خوندوره ده، ونې يې تل شنې وي، کلنۍ وده یې نسبت و نورو ونو ته څو چنده زیاته ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت