کونړ کې د مرخېړیو ترویج په پار هڅې؛ پر ٢٠ کورنیو د مرخېړیو کېټونه ووېشل شول
۶ لړم ۱۴۰۲ه.ش
۱۳ ربیعالثاني ۱۴۴۵ ه.ق
د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د مرخېړیو ترویج او مېرمنو ته په کور دننه د کار زمینې برابر ولو په پار دیاد ولایت پر ٢٠ کورنیو د مرخېړیو تولید کېټونه وېشلي دي.
دغه کېټونه د افغانستان د کلیو بیا رغونې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت پر ٢٠ کورنیو وېشل شوي دي، چې د هر کېټ ارزښت ٢٠٠ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله کورنیو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مرخېړیو ترویجول دي.