ننګرهار کې په څه باندې ۲۸ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۱۴:۱۸
ننګرهار کې په څه باندې  ۲۸ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو


۴  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د   ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو  د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي ملاتړ او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت پر ۲۸ زره او ۲۳۵ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کيمياوي سرو وېش لړۍ دلعلپوري ولسوالۍ څخه پیل شوی دی.
ددغو مرستو د وېش پر مهال د  ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد ، د ملګرو ملتو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي، د اکشن ایډ ولایتي مسؤل عبدالله جان حلیمزي  او یوشمېر نور چارواکو ګډون کړی وو.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مرستو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل، تر څو بزګرانو ته په دغه ولایت کې د مرستو لړۍ پراخه او ډیرو بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرستي وکړي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد بزګرانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي یاده برنامه کې د روڼتیا له مخي بزګرانو ته مرستې ووېشي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي د ننګرهار کرنې ریاست له رهبرۍ او ددې اداري د غوره همغږۍ مننه وکړه.
 دغه راز اصفي وویل، چې یاده مرسته د ننګرهار بزګرانو لپاره بسنه نکوي، خو دوی هڅه کوي راتلونکې کلونو کې دا لړۍ پراخه او ډېرو بزګرانو ته د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې وکړي.
په ورته وخت کې اکشن ایډ ولایتي مسؤل عبدالله جان حلیمزي وویل، چې دغه مرستې د ننګرهار ولایت دمرکز جلال اباد ښار سربېره د دې ولایت په ۲۲ ولسوالیو کې پر بزګرانو وېشل کېږي؛ چې هر بزګر ته د دوه جریبه ځمکي لپاره ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم ۵۰ کیلو  توره او ۵۰ کیلو یوریا سپینه سره ورکول کېږي.

د یادو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش موخه د بزګرانو لاسنېوی او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت دهېواد په کچه پر زرګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت