ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو
۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ پيل شوی، چې له مخې به یې په بهسود، چپرهار، حصارک، پچیراګام، کامې، کوزکونړ، دره نور، سره رود، خوږیاڼو، روداتو، هسکې مېنې، بټي کوټ، کوټ او شېرزاد ولسوالیو کې کوچنیو څارویو ته واکسین تطبیق شي.
د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د چیچک ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا ساتنې او د مالدارانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم او اغېزمن اقدام دی.
د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د ختیځ زون مسؤل ډاکتر رحیم الله سلیمی وایي، د چیچک واکسین په کوچنیو څارویو کې د ناروغۍ له امله د مړینې کچه راکموي او د جنین د سقط او بچي د ضایع کېدو په مخنیوي کې هم رغنده رول لري.
د دې کمپاین له لارې به د کوچنیو څارویو د ناروغیو د مخنیوي ترڅنګ، د مالدارانو د څارویو د ساتنې او د هغوی د عایداتو د خوندیتوب په برخه کې هم مهم ګام پورته شي.
