روزګان کې د چرګانو پلورڼځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۱:۵۲
روزګان کې د چرګانو پلورڼځیو څخه څارنه وشوه

۱  لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت تخنیکي ټیم ددې ولایت د مرکز ترینکوټ د چرګانو پلورنځیو څخه څارنه وکړه.
ددې څارنې په ترڅ کې د چرګانو پلورنځیو چارواکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او د بې کیفیته غوښو نه کارولو په هکله لازمې سپارښتنې وشوې.
 بل خوا یاد ټیم د شېدو غواګانو فارم څخه هم لیدنه وکړه او د غواګانو د ناروغیو او حفظ الصحې په هکله د فارم چارواکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
ددې څارنې موخه بې کیفیته غوښو د پلور مخنیوی او په ټوله کې د فارمونو او چرګانو پلورنځیو حفظ الصحې مراعتول او د ناروغیو مخنیوی دی.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

بازگشت