د ننګرهار کانال شرکت د چارو همغږي په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۵ - ۱۱:۱۰
د ننګرهار کانال شرکت د چارو همغږي په پار غونډه دائره شوه

٢۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم د چارو د لا بهبود په موخه د یاد شرکت له یوشمېر امرینو او مدیرانو سره غونډه دائره کړه. 
 په دې غونډه کې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم حاضرینو ته وویل: «ستاسې هڅې، کوښښونه او نوښتونه د ګران هېواد د ابادۍ او سمسورتیا په برخه کې لوړ ارزښت لري.د خپلو کروندګرو هڅو او زیار ته د قدر په سترګه وګورئ، د کرنې د سیستمونو میکانیزه کولو ته کار وکړئ، شاړې ځمکې ابادې او خصوصي سکټور ته اسانتیاوی برابرې کړئ، چې ورسره به مو هم هېواد غني شي او هم به ورسره بې روزګاره هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.» 
ښاغلی رحماني زیاته کړه: «که په تاسو کې هر امر، مدیر او مامور دې کړنو ته دوام ورکړل زما سر او سترګي یاست مکافات به شي او کنه قانوني کړنه به ورسره ووشي.» 
باید وویل شي، چې په دې ناسته کې د دفتر، د زیتونو فابرېکې، مالدارۍ فارم، سرمحاسبیت امرینو، تدارکاتو، اجراییه او مطبوعاتو لوی مدیرانو او نورو ونډه لرله.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت