د هلمند نهرسراج کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۲:۳۲
د هلمند نهرسراج کې یوشمېر بڼوال وروزل شول

٢٢ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٩ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د نهرسراج ولسوالی ٣٠تنو بڼوالو ته د بڼوالۍ ښې روزنې او د نباتي افتونو مخنیوي په اړه په داسې حال کې چې د یادې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل هم شتون درلود عامه پوهاوی ورکړل شو.
په دې روزنیزه برنامه کې بڼوالو ته د زیان رسونکو حشراتو د له منځه وړلو او مخنیوي په هکله هر اړخیز مالومات ورکړل شول.
د دې ترڅنګ یادو بڼوالو هر یوه ته دوه عدده جالۍ،  یوه د ښاخبرۍ قیچي، یو عدد د بڼونو اره، دوه جوړې دست کشې او دوه ٢٠٠ افغانۍ نغدې پيسې ورکړل شوي دي.
د یاد روزنیز پرورګرام موخه د بڼونو ښې روزنې تر څنګ د مېوه لرونکو بڼونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی او د کیفېت او کمېت له پلوه د یادو بڼونو د حاصلاتو ښه کول دي.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند د کرني ریاست فني او مسلکي کار کوونکي هلې ځلې کوي ترڅو د دې ولایت بزګرانو او بڼوالو ته د بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو له لارې د ښې کرکيلې او د نباتي ناروغیو مخنیوي په اړه په دوامداره ډول عامه پوهاوی ورکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت