کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په پارهڅې؛ غزني څخه د لومړي ځل لپاره هندوستان ته مڼې صادر شوی 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۲:۱۴
کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په پارهڅې؛ غزني څخه د لومړي ځل لپاره هندوستان ته مڼې صادر شوی 

۲۰ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د غزنې ولایت دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږی د یوه خصوصي شرکت له لارې سږ کال له غزني څخه هندوستان هېواد ته د لومړي ځل لپاره ۲۵۰ ټنه مڼې صادر شو.
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ادریس حنیف وايي، تر اوسه هندوستان هېواد ته ۲۵۰ ټنه مڼې د غزني له مرکز او یو شمېر ولسوالیو واغظ، جغتو، خواجه عمري، اب بند او قره باغ ولسوالیو څخه صادر شوي، چې دا لړۍ لاهم روانه ده او په نږدې راتلونکي کې به د اټکل له مخې تر څلورو لکو ټنو پورې به مڼې صادر شي. 
د غزني دکرنې ریاست د چارواکو په خبره تېر کلونه به زیاتره صادرات پاکستان هېواد ته کېدل، خو سږ کال دغه لومړی ځل دی چې دوه ډوله مارلینګ او ګالا مڼې په دومره لویه کچه هند ته صادریږي او سږ کال د لندو مېوو له ډلي څخه د انګورو، مڼو او الوبخارا وو په حاصلاتو کې څو سلنه زیاتوالی راغلی چې د صادراتو له اړخه به افغان سوداګرو ته په میلیونونو امریکايي ډالره ګټه ورسېږي. 
په ورته وخت کې د غزني بڼوال او بزګران د خپلو بڼونو حاصلاتو زیاتوالي ته خوښ دي او له دې هم خوښي څرګندوي چې مڼو ته یې مناسب مارکېټ پیدا شوی او سږ کال یې د مڼو په حاصلاتو کې د نورو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر والی راغلی.
د یادوني وړده، چې غزني کې ټولې مېوې په یوه فصل کې پخېږي نو مارکېټ پيدا کول یې یو څه سوړ وي او خریدار ورته په مشکل پیدا کېږي خو سږ کال له نېکه مرغه دغه ستونزه یو څه هواره شوې.
غزني ولایت د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او د عوایدو سرچینه یې هم تر ډېر له همدې لارې ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت