د لغمان دکرنې رییس: د جلغوزیو او چهارمغزو ځنګلونو پراختیا په پار هڅه وکړئ

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۹:۴۴
د لغمان دکرنې رییس: د جلغوزیو او چهارمغزو ځنګلونو پراختیا په پار هڅه وکړئ

۶ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۳ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي حسن په داسې حال کې، چې د لغمان ولایت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او سمع شکایات رییس، د لغمان ښاروال او د حج او اوقافو رییس یې ملتیا کوله د دولت شاه ولسوالی د فراشغان درې نیل خان او منګل پور کلیو د جلغوزیو د غره په سر د ملکیت دعوی د حل په موخه سفر وکړ.
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د لغمان دکرنې رییس دواړه قومونه وروولۍ او اتحاد ته وبلل او ترڅنګ یې د ځنګلونو په ځآنګړې توګه د جلغوزیو ځنګلونو پر اهمیت خبرې وکړې.
ښاغلی محسن یادو قومونو ته په خطاب کې وویل، چې د چهارمغزو او جلغوزیو ځنګلونو پراختیا او دې په پار هلې ځلې او په ټوله کې د ځنګلونو ساتنې او خوندیتوب ته باید پاملرنه وکړي.
په پای کې یادو مشرانو ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې هوارې او د ځنګلونو ساتنې او پراختیا او په ټولو پرخو کې به د اسلامي امارت سره هړ اړخیزه همکاري کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت