ننګرهار کې د سوداګرو ستونزو د حل په پار دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۳۹
ننګرهار کې د سوداګرو ستونزو د حل په پار دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسل د ننګرهار ولایت سوداګرو سره د ستونزو حل، همغږۍ او تورخم بندر کې د اسانتیاوو برابرولو په پار ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار په سوداګرۍ او پانګونې خونه کې د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم سربېره د ننګرهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، دتخمونو د تصدیق رییس، د کرنې وزارت مقام سلاکار، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، د کرنې او مالدارۍ خونې رییس او د سوداګرو نورو ټولنو برخه اخیستي وه.
د پانګوالو په استازیتوب حاجي ګل مراد عرب مسولینو او مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د پانګوالو ستونزو، تورخم بندر کې د لابراتوار جوړولو،  د سکنر ماشین بیا فعالولو او تازه سبو او مېوو لپاره د معیاري سړو خونو جوړولو غوښتنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټوساتنې او قرنطین رییس انجنیر عتیق الله مسلم وویل؛ موږ د سوداګرو ستونزې درک کوو هڅه مو داده، چې سوداګر او بزګران مو له زیانه وژغورل شي.
مسلم وویل، چې دوی د قرنطین په برخه کې په وخت د سرټفکیټونو ورکولو، پر کرنیز محصول درمل شیندلو (فومیګشن کولو )، د سوداګرو د محصولاتو د څرنګوالې معلومولو، د ښه کنټرول لپاره تورخم بندر کې د لابراتوار جوړولو او د سرټفکیټ د تقلب د مخنیوي په پار سرټفکیټونه برېښنایې کولو برخه کې کار کوي ترڅو سوداګر له ستونزو سره مخ نشي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دوی کرنیزو سوداګرو ته د کارونو اسانتیا برابرولو،  روڼتیا  او د کرنې وزارت د کړنلاري مطابق د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او وارداتو په برخه کې هرراز همکارۍ ته چمتو دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت