د کیمیاوي سرې د تولید او وارداتو طرحه د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریک شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۹:۴۵
د کیمیاوي سرې د تولید او وارداتو طرحه د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریک شو

د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست کارکوونکو د کیمیاوي سرې د تولید او وارداتو طرحه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سره شریکه کړه.
په دې غونډه کې د سرې د تولید او واردولو طرحه د بوټو ساتنې او قرنطین او څېړنو رییسانو او دغه راز د کرنې د سکټور د سلاکارانو په حضور کې د کرنې سکټور د بوټوساتنې او قرنطین ریاست د متخصصینو له خوا وړاندې او تر بحث لاندې ونیول شوه.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د سرې د کارولو د اهمیت او د هغې د کیفیت په اړه خپل نظر شریک کړ او ټینګار یې وکړ چې د دې ادارې کارکوونکي باید په خپلو کارونو کې جدي وي.
د ښاغلي عثماني په خبره د باکیفیته سرې کارول د کرنیزو تولیداتو د کچې په لوړولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی شي.

طرح تولید و واردات کود کیمیاوی به معین زراعت و مالداری شریک شد
کارمندان ریاست حفاظه نباتات و قرنطین وزارت زراعت طرح تولید و واردات کودهای کیمیاوی را به مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شریک ساختند.
در این مجلس طرح تولید و وادرات کود از سوی متخصصان بخش ریاست حفاظه و قرنطین در حضور داشت روساء حفاظه نباتات  و قرنطین، تحقیقات و مشاوران سکتور زراعت مطرح و مورد بحث قرار گرفت.
معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در مورد اهمیت استفاده از کودها و کیفیت آن نظر خویش را شریک نموده و تاکید  نمود که کارمندان این بخش باید در کار شان جدی باشند.
 به گفته آقای عثمانی استفاده کود با کیفیت می‌تواند در بلند بردن سطح تولیدات زراعتی و اقتصاد کشور نقش اساسی داشته باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت