ننګرهار کې  ۴۵ کروندګر وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۱۰:۸
ننګرهار کې  ۴۵ کروندګر وروزل شول

۱۲ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
١۷ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ولسوالیو مدیرانو له لورې د حصارک،  دور بابا او خوږیانو ولسوالیو په څنځي، ډوبی، ګډ خېلو او خوږیانو  زاویې کلیو کې ۴۵  تنو کرونده ګرو  ته  شولو ناروغیو،  لوبیا  او جوارو کې د اوبخور او د ناروغیو مخنیوي  په برخه کې  روزنه ورکړل شوه.
د یادو ولسوالیو مدیرانو له لورې  ۴۵  تنو بزګرانو ته د شولو بېلابېلو ناروغیو، لوبیا د افاتو، هرزه وښو مخنیوي، سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوه .
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو ته د ناروغیو ترڅنګ د کرلو،  نرمکارۍ،  سرو استعمال،  اوبولګولو او ګڼو نورو برخو کې هم معلومات ورکړل.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  د ترویجي کړنو لپاره په ټولو ولسوالیو کې د ولسوالیو مدیرانو پر مټ نوي ټکنالوژي پلي کېږي؛  ترڅو بزګران پرځان بسېا او د خوړو خوندیتوب رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت