ننګرهار کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۰:۱۷
ننګرهار کې ۱۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ننګرهار په ٣ ولسوالیو سرخ رود،  بټي کوټ او کامې کې د اکشن آیډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت ۱۵۰۰  تنو هغه مېرمنو  ته چې د کورنۍ د د نفقې پیداکولو مسولیت ور تر غاړي دي، د دوی د اقتصادي پیاوړتیا په پار دوی ته د چرګانو واړه فارمونه جوړیږي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل چې  هرې ګټي اخیستونکې  ته به ۳۰ قطعې کورني چرګان، ۱۵۰ کیلو د چرګانو دانه، مرغانچي وسایل،  ابخوري او دانه خوري هم ورکول کېږي.
محمد وویل د چرګانو د ورکړي موخه دا ده ترڅو په کور دننه بېوزله کورنیو ته د کار زمینه هم برابره شي؛  ترڅو د خوړو خوندیتوب رامنځته او کورنۍ پر ځان بسیا شي.   
دغه راز یادو کورنیو ته د چرګانو پاللو،  ناروغیو مخنیوي  د واکسینونو تطبیق کولو او ګڼو نورو برخو کې روزنه هم ورکول کېږي.
وړاندې تردي هم اکشن آیډ موسسئ په ننګرهار ولایت کې سلګونو میرمنو ته د هګیو چرګان، چرګانو دانه او چرګانو اړوند وسایل ورکړیدي. 
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته په کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت