د کرنې وزیر د فاریاب ولایت له والي او امنیه قومندان سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۹:۵۵
د کرنې وزیر د فاریاب ولایت له والي او امنیه قومندان سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د فاریاب ولایت له والي  داملا شعیب رسالت، امنیه قوماندان داملا  سراج احمدي او ددې ولایت د کرنې رییس دا‌ملا عزت الله نوراني سره وکتل.
 په دې کتنه کې چې د کرنې د وزیر په دفتر کې ترسره شوه، د فاریاب ولایت چارواکو د ځمکو د غصب مخنیوي او د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د تطبیق په برخو کې د خپلو فعالیتونو راپور د کرنې له وزیر سره شریک کړل.
د فارياب والي او امنيه قوماندان د کرنې وزارت د فعاليتونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه او همدارنګه يې د کرنې له وزارت څخه د فارياب ولايت د بزګرانو او بزګرانو لپاره د لا زياتو چوپړتیاوو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ د پروژو د تطبیق په برخه کې د فاریاب ولایت د سیمه ییزو چارواکو له همکارۍ مننه وکړه او  هغوی ته یې ډاډ ورکړ، چې د کرنې وزارت  امکاناتو ته په ګتو  به په فاریاب ولایت کې د کروندګرو او مالدارانو د آسانتیا په موخه نور پروګرامونه هم پلي کړي.

دیدار وزیر زراعت با والی و قوماندان امنیه ولایت فاریاب
مولوی عطاءالله‌ عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با دا‌ملا شعیب رسالت والی، دا‌ملا سراج احمدی قوماندان امنیه و  دا‌ملا عزت الله نورانی رییس زراعت ولایت فاریاب دیدار کرد.
 این دیدار که  در دفتر کار وزیر زراعت صورت گرفت  مسوولان ولایت فاریاب اجراات کاری شان را در زمینه‌های جلوگیری از غصب زمین و تطبیق پروژه‌های زراعتی و مالداری به وزیر زراعت شریک نمودند. 
والی و قومندان امنیه فاریاب از فعالیت‌ها و دستاوردهای وزارت زراعت قدردانی کرده و همچنان خواستار فراهم نمودن خدمات بیشتر برای دهقانان و مالدارن ولایت فاریاب از سوی وزارت زراعت شدند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت در این دیدار از همکاری مسوولان محلی ولایت فاریاب در تطبیق پروژه های زراعتی و مالداری سپاسگزاری کرده و برایشان اطمینان داد که مطابق به امکانات وزارت زراعت برنامه‌های بیشتری در ولایت فاریاب جهت ایجاد سهولت برای دهقانان و مالدارن تطبیق خواهد شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت