خوست کي یوشمېر بزګرانو سره مرستې وشوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۱:۵۳
خوست کي یوشمېر بزګرانو سره مرستې وشوې

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت ۸۴ بزګرانو سره دکرنې او مالدارۍ په برخه کې نغدې مرستې کړي دي.
د چارواکو په خبره ددې ولایت د ګربز ولسوالی د «ارسلاخان پاس، لګي خېل او شامیت» کلیو کې ۴۸ بزګرانو سره نغدې مرستې شوي دي، چې په ترڅ کې یې د ارسلاخان کلي له ۲۶ بزګرانو سره د کرنې په برخه کې ۱۳۲ زره او ۹۰۰ ، چې هر کس ته ۵۱۱۱ افغانۍ رسېږي، دغه راز د لکي خېلو کلي ۳۵ مالدارانو سره ۱۳۲ زره او ۳۷۰ افغانۍ، چې هر کس ته ۳۷۸۲ افغانۍ رسېدلي او په شامیت کلي کې ۲۳ بزګرانو سره د مالدارۍ په برخه کې ۱۰۵ زره او ۱۷۰ افغانۍ نغدې مرستې شوي دي، چې هرکس ته ۴۵۷۲ افغانۍ رسېدلي دي.
همدارنګه دوی ته دهمکارې مؤسسې همکارانو اودګربزو ولسوالی دترویج کارمندانو لخوا ګتورې مشورې هم ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې دکرنې او مالدارۍ سکټور پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت