د لوګر خروار کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۵ - ۱۴:۴۶
د لوګر خروار کې د وټرنرۍ کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، ددې ولایت د خروار ولسوالی څارویو لرونکو ته د چوپرړتیاوو وړاندې کولو او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور د ودې او خوندیتوب د هلوځلو په دوام د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق په مالي او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي  همکارۍ ددې ولایت اړوند خروار ولسوالی کې د څارویوکلینیک جوړ اوګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د یاد کلینیک په پرانیست غونډه کې د خروار ولسوالی مسؤولینو، د کرنې مدیریت کارکوونکو، د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې استازو او قومي سپین ږیرو ګډون کړی وو.
باید وویل شي، چې په یاد کلینیک شاو خوا دولس زره آمریکایي ډالر لګښت راغلی، چې نږدې شپږ زره کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
دخروار ولسوالی دکرنې مدیر مولوی امدادالله په وینا، یو کس ته د شپږو میاشتو لپاره د مالدارۍ او وترنرۍ خدمتونو په برخه کې روزنه ورکړل شوې او ورته د وترنرۍ اړوند وسایل هم وېشل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت