۸۰ مېرمنو ته د چرګانو روزنې لارې چارې وښودل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۴ - ۱۵:۴۷
۸۰ مېرمنو ته د چرګانو روزنې لارې چارې وښودل شوې
۱۴ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ د برنامې «CLAP» له لارې، د چرګانو فارم لرونکو ۸۰ مېرمنو ته د چرګانو روزنې نوي لارې چارې وښودل شوې.
ددې برنامې موخه، د تولیدي ګروپونو د ملاتړ په پار مېرمنو ته د چرګوړو د ماشینونو د استفادې څرنګوالي ښودل او په فني برخو او اقتصادي فعالیتونو کې د دغو مېرمنو وړتیالوړول دي.
د کرنې وزارت د خلکو په ګډون د کرنې او مالدارۍ برنامې له لارې تر دې وړاندې د کابل او لوګر په ولایتونو کې پر دغو ۸۰ مېرمنو په هر یوه یې د چرګانو روزنې یوه کڅوړه، ۱۰۰ چرګان او د چرګوړو تولید ماشین وېشلې وه.
په دې برنامه کې، د چرګانو روزنې فارم لرونکې مېرمنې د څلورو ورځو په لړ کې د چرکوړو تولید ماشینونو د استفادې لارې چارې او د چرګانو د تغذیې څرنګوالي زده کوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۱۷
Background image

فراشغان ولسوالی ته د لغمان د کرنې رییس سفر

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن په داسې حال کې، چې د قدرتي زیرمو آمر مولوي ګل رسول زبیر، د کرنې متخصص او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۳۳
Background image

پکتیکا کې د لسګونو ونو د ناقانونه وهلو قضیه ثبت او عدلي مراجعو ته وسپارل شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نعمت اباد ولسوالی د ځنګلاتو د ساتنې مسؤلینو د خپلو دوامدارو څارنو په ترڅ کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۸:۲۰
Background image

کونړ کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو او لوبیا د ننداریزو کروندو په‌پار اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دپراختیایي بودیجې په چوکاټ کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو د ترویج. . .

بازگشت