۱۳۹۹ یم کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړیږي

content_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۵:۳۰
۱۳۹۹ یم کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړیږي

۱۹ سلواغه ۱۳۹۸
۱۳۹۹ یم کال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کب روزنې د زمینو پر پیاوړتیا کار کوي او ټاکل شوې، چې د کابل، پنجشیر، بامیان او بلخ په ولایتونو کې د کب روزنې څلور تکثیري فارمونه جوړ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې یاد جوړېدونکي فارمونه به هر یوه یې په کال کې د کبانو ۲۸ میلیونه بچې تولید کړي.
ښآغلي رستمي وویل، چې د کب روزنې د پراختیا د هغې طرحې پر اساس چې د کرنې وزارت له خوا چمتو او د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوی دی، د فارمونو د جوړولو ترڅنګ، به تر دې وروسته د کرنې وزارت د کب روزنې د تکثیري فارمونو پر جوړولو ډېر کار کوی، تر څو د خصوصي سکټور لپاره د کب روزنې د ودې فرصتونه برابر شي.
د کرنې وزارت ویاند وویل، چې په ۱۳۹۹ یم کال کې د کب روزنې د څلورو تکثیري فارمونو جوړولو په پار ۴۵ میلیونه افغانۍ ځانکړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په همدې کال کې دکرنې وزارت ددې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې له لارې د خصوصي سکټور پانګوالو لپاره د کب روزنې ۸۰ فارمونه جوړوي.
اکبر رستمي وویل، چې په وروستیو کلونو کې د کبانو د تولید د ودې په پرخه کې پانګونه ډېره شوې ده. هغه وویل، چې تېر کال د کرنې وزارت د کب روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړ کړي دي، چې د کبانو د غوښې د تولید د زیاتوالي لامل شوي دي.
تېر کال افغانستان ۱۰ زره ټنه د کبانو غوښه تولید کړئ و، خو د کرنې وزارت په پاملرنې سره سږ کال د تولید کچه ۱۱ زره او ۵۰۰ ټنو ته ورسېد، یعني د کبانو د غوښې په تولید کې یو زر او ۵۰۰ ټنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه زیاتوالی د ۳۵۰ نوي فارمونو په جوړولو سره لاسته راغلی دی. تېر کال په ټول هېواد کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زره وه خو سږ کال د ۳۵۰ نوي فارمونو په جوړلو سره یې شمېر دوه زره او ۳۵۰ فارمونو ته ورسېد.

باید وویل شی، په دې وروستیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په هېواد کې د کب روزنې دودې په پار چې کومه طرحه جوړه شوې ده، د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوی دی.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

نورستان ولایت کې د غنمو ۱۵ ننداریزې کروندې جوړې شوې


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ له لوري، د کرنې ریاست له پراختیايي بودیجې څخه د نورګرام، کامدېش او وانټ ولسوالیو کې د غنمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار کې د څلورو ولایتونو ۲۲ وترنر ډاکترانو ته د ساري ناروغیو د مخنیوي په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار، لغمان، کونړ او بغلان ولایتونو ۲۲ تنو وترنر ډاکترانو ته د څارویو د ساري ناروغیو د تشخیص، مخنیوي او کنټرول په موخه پنځه ورځنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۲۷
Background image

پکتیکا کې ۱۲۰ بزګرانو ته د کمپوسټ جوړولو کیټونه ووېشل شول


۷ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له خوا د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه او د یوسف‌خېلو، خیرکوټ. . .

بازگشت