کونړ کې پر ۷۵ کورنیو د مربا او اچارو جوړولو توکي ووېشل شوې  

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۹ - ۱۰:۲۶
کونړ کې پر ۷۵ کورنیو د مربا او اچارو جوړولو توکي ووېشل شوې  

د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د  دملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د واک  مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د شیګل، شلتن او اسمار ولسوالیو ۷۵  کورنیو ته د مربا او چارو جوړولو توکي ورکړل شوي دي.
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېر آقا پير حبیب الرحمن وویل، چې ددې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته د مربا او اچارو جوړولو اړین توکي ورکړل شوي دي.
دغه راز له دغو توکو برخمن شوي کسانو ته د مربا او اچار جوړولو، محصولاتو د ضایعاتو مخنیوی،  بازارموندنې او نورو اړونده موضوع ګانو په هکله عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۷۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وویشل شوې

۱۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د کندهار د کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

کندز کې ۸۰ تنه د سبو کروندګر له کرنیزو بستو څخه برخمن شول

د سبو د تولید د ملاتړ او د کروندګرو د معیشت د ښه والي په موخه د کندز په مرکز او د چهاردرې په ولسوالی کې ۸۰ تنه د سبو کروندګرو ته کرنیزې بستې ووېشل شوې. دغه بهیر د ډاکار دفتر له‌ خوا د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۹:۳۱
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوندو توکو وېش لړۍ پیل شوه

۹ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار خیریه موسسې له لورې د ننګرهار په رودات، هسکه مېنه او کوټ ولسوالیو کې  ۱٠۰ تنو. . .

بازگشت